دلوبغاړو په اړهلیګونه

افریدي او رحمان الله ګربز نیپال ته رسېدلي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهدخان افریدي د نيپال ایوریسټ پریمیر لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره یاد هیواد ته رسیدلی دی.

نيپال پریمیر لیګ سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پیلیږي چې ځینې افغان لوبغاړي هم پکې ګډون لري.

افریدي په یاد لیګ کې د کاتمندو کینکز الیون لوبډلې په ګټه لوبیږي.خو نوموړي ویلي یوازې دوه سیالۍ به ترسره کړي او له هغې وروسته به بیرته خپل هیواد ته راستون شي.

“زه به دلته فقط دوه لوبې وکړم او له هغې وروسته ځیني اړین کارونه لرم او غواړم چې خپل بنسټ کارونه په مخ یوسم.له همدې کبله به بیرته خپل هیواد ته ستون شم.”

باید یاده کړو چې ګربز او افریدي په یوه لوبډله کې لوبیږي چې ګربز هم تېره ورځ نیپال هېواد ته روان شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې