مقالېنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ یې حیران کړی، نیوزیلینډ ته ګمارل شویو ساتونکو د «۲۷» لکو بریاني خوړلې

پاکستان کرکټ بورډ یوازې د هغه افسرانو د خواړو بیلونو تادیه کولو لپاره شاوخوا «۲۷» لکه پاکستانۍ کلدارې لګښت ورکوي چې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره یې د امنیت مسؤلیت په غاړه وو.

د نیوزیلینډ کرکټ بورډ تېره جمعه د امنیتي اندیښنو له امله پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ چې وروسته د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ «اي سي بي» هم د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته د دوی د نارینه او ښځینه لوبډلې لړۍ وځنډوله.

د پاکستان رسنیو راپورونو له مخې چې د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» د دواړو لوبډلو د سفر لغوه کولو له امله د لوی مالي زیان سره مخ شوی دی.

وروستي راپورونه ښایي چې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ګمارل شوي امنیتي برسونل په خوراکي موادو یا هم ډوډۍ خوړولو باندې لوی لګښت راغلي.

په رسنیو کې د خپره شویو راپورونو له مخې چې پاکستان کرکټ بورډ ته نږدې د ۲۷ لکه پاکستانۍ کلدارو په لګښت د افسرانو د خواړو بیلونه ورکړل شوي دي.

له نږدې ۱۸ کلونو وروسته نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د محدودو سیالیو لپاره د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه پاکستان ته راغلی و او ټاکل شوې وه چې درې یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې وکړي.

نیوزیلینډ لوبډله د سه شنبې په ماښام له اسلام اباد څخه په چارټر الوتکه کې دوبۍ ته روانه شوه.

د خپره شویو راپورونو له مخې چې په اسلام اباد او راولپینډي کې د پاکستان اردو سره د نیوزیلینډ امنیت لپاره پنځه «ایس پي ایس» او له ۵۰۰ څخه ډیر «ایس ایس پي ایس» د پولیسو افسران ګمارل شوي وو.

په راپور کې راغلي چې هر یو ته به په ورځ کې دوه ځله بریانی ورکول کیده، چې لګښت یې شاوخوا «۲۷» لکه پاکستانۍ کلدارو ته رسیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې