نړیوال کریکټ

پاکستان: موږ هغه ایمیل ترلاسه کړ چې نیوزیلینډ ته شوی و

د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چودري ادعا کوي چې د نیوزلینډ لوبډلې د سیالیو لغوه کولو کې د هند هیواد لاس وو.

فواد چودري زیاتوي،کوم ایمیل چې دوی ته رسیدلی وو،هغه د هند کرکټ بورډ ادارې لخوا لیکل شوی وو.

“کوم ایمیل چې مونږ ته را رسیدلی وو،د وي پي این له لارې چې موقیعت یې سینګاپور کې وو،شوی وو.په هغې هند لاس درلوده.”

هند خارجه وزارت تراوسه د پاکستان د معلوماتو وزیر د څرګندونو په ځواب کې څه ندي ویلي.

د یادونې وړ ده چې نیوزیلینډ لوبډله څو ورځې وړاندې د امنیتي ګواښوونو له کبله چې په لوبغاړو به یې برید وشي،د پاکستان څخه بهر شوه او سیالۍ یې ترسره نه کړې.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ یوازې دومره ویلي وو چې لوبغاړو ته یې امنیتي ګواښ وو،خو د ګواښ په اړه یې معلومات نه وو ورکړي.

د نیوزیلینډ لوبډلې د وتلو وروسته انګلستان هم د نیوزیلینډ دریځ غوره کړ او پاکستان ته د پلان شوو سیالیو سفر یې لغوه کړ.

د نیوزیلینډ او انګلستان لوبډلو د سیالیو په لغوه کولو سره پاکستان ته د اقتصادي ضربې ترڅنګ نورو لوبډلو ته هم یو تصور ورکړ،چې راتلوونکي کې د امنیتي ګواښوونو له ویرې پاکستان ته تګ زړه ښه نه کړي.

پاکستان کرکټ بورډ اوس تر سخت فشار لاندې راغلی او هغه هسې چې یو ځل بیا به نړیوال کرکټ پاکستان ته راستون کړي،له خاورو سره خاورې شوې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې