بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

پاکستان ته د انګلستان لوبډلې سفر لغوه کېدل، جوس بټلر هم خپله خاموشي ماته کړه

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی جوس بټلر وایې، شرم دئ چې انګلستان خپل سفر پاکستان ته لغوه کړ.

بټلر زیاته کړه:” زه اومید لرم هغ سفر چې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته ترسره کیږي، هغه به د انګلستان لوبډلې د لوبو بیا پېل وي په یاد هیواد کې او زه خوشبین یم ترڅو په پاکستات هیواد کې د لومړي ځل لپاره لوبې ترسره کړم.”

ټاکل شوې وه چې راتلونکي اکتوبر میاشت کې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د دوه شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، ترڅنګ یې ښځینه کرکټ ملي لوبډله هم د دوه شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو د انګلستان کرکټ بورډ یادې سیالۍ د لوبغاړو د فزیکي هوسایني په خاطر لغوه اعلان کړې.

د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان څخه د امنیتي ستونزو وتلو له امله انګلستان هم زړۀ ښه نه کړ چې ښځینه او نارینه لوبډلې پاکستان ته ولیږي.

په تېرو درییو ورځو کې انګلستان کرکټ بورډ د پخوانیو لوبغاړو، کرکټ شنونکو او ژورنالیستانو له لوري تر سختو نیوکو لاندې راغلي.

پاکستان کرکټ بورډ د شل اوریزه نړیوال جام تیاري په موخه له نړیوال جام وړاندې نیوزلینډ او انګلستان خپل کور ته دعوت کړل خو اوس به پاکستان تر نړیوال شل اوریزه جام پورې هېڅ ډول نړیوالې سیالۍ ونلري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې