افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

محمد نبي شل اوریزه لوبو کې نوی ویاړ خپل کړ!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل درییم توپ وهونکی دئ، چې د نړیوالو شل اوریزه لوبو په ورستیو اورونو کې یې زیاتې منډي جوړه وي.

په لومړي ځای کې پاکستانی شعیب ملک، دوهم ځای کې هندوستانی ویرات کوهلی او درییم ځای کې افغانی محمد نبی په ترتیب سره شتون لري.

شعیب ملک د نړیوالو شل اوریزه لوبو په ورستیو اورونو کې ۵۱۰ منډي، ویرات کوهلي ۴۶۲ منډي او محمدنبي ۴۴۶ منډي جوړي کړي دي.

محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې سره په ۸۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، نوموړي په یادو لوبو کې ۱۳۹۶ منډي کړي، چې په یادو منډو کې یې ۴ پنځوسیزي هم وهلي دي.

همدارنګه یې په توپ اچونه کې ۷۲ لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د لسو منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې