مرکې

عثمان خواجه: خبرو د پيسو ده،ځکه نیوزیلینډي لوبغاړو پاکستان دوره لغوه کړه.

عثمان خواجه چې اصلا د پاکستان هیواد دی او پنځه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اسټرالیا سيډني ښار ته ستون شوی دی.اوس نوموړی د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې کوي.

وروسته له هغې چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د پاکستان څخه د امنیتي ستونزو له کبله بهر شوه،ورسره پاکستان او نورو هیوادونو کې د مینه والو لخوا سخت غبرګونونو راپورته شول.

پاکستاني الاصله اسټرالیاوي لوبغاړي عثمان خواجه د نیوزیلینډي لوبغاړو د پاکستان څخه د وتلو د علت په اړه وویل،خبره د پیسو ده.که چيرې نیوزیلینډي لوبغاړي بنګله دېش ته تللي وی،دوی به هلته هم له سيالیو انکار کړئ وی،دا ځکه چې دوی ته پیسې پکې نه پاتي کیدلې.

د عثمان خواجه په وینا،خبرو اوس ټوله د پیسو ده،که چيرې دغه سيالۍ د هندوستان لخوا په لاره اچول شوی وی،هیڅکله به دوی ترې انکار نه وی کړئ.

د یادونې وړ ده چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله تیره اوونۍ د امنیتي ګواښونو له کبله په ناڅاپي ډول د پاکستان څخه بهر شوه،چې ورسره پاکستان کرکټ بورډ او مینه وال سخت خواشیني شول.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې