بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

سیمولز د اماراتو په لس اوریزه لیګ کې په درغلیو تورن شو.

د ویسټ هیواد الراونډر لوبغاړی مارلون سیمولز د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې په څلورو غیرې قانونې کارونو تورن شوی.

نوموړی د سپټمبر له ۲۱ نيټې څخه تر ۱۴ ورځو وخت لري چې د کرکټ نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې ته د لګېدلو تورونو په اړه ځواب ورکړي.

سیمولز چې له ۲۰۰۰ کال څخه بیا تر ۲۰۱۸ کاله پورې په نړیوال کرکټ کې یې برخه اخیستې ده، تېره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د اداري فساد په تور تورن شو.

یاد لوبغاړي تر ډېره پوري هغه ډالۍ، تادیه او میلمه پالنې پیسې، چې لوبغاړو ته ورکول کیږي د چارواکو سره یې په اړه معلومات پر وخت نه دي شریک کړي، همدارنګه د ادارې فساد له چارواکو سره د پلټنې په برخه کې ناکام راغلی او هغه معلومات چې تحقیق ته یې اړتیا درلوده له ځان سره پټ کړي او معلومات یې پر وخت له مسؤلینو سره ندي شریک کړي.

مارلون د ویسټ انډیز هیواد سره په ۷۱ ټیسټ، ۲۰۷ یو ورځنیو او ۶۷ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، نوموړي په ټیسټ لوبو کې ۳۹۱۷ منډي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۶۰۶ منډي او په شل اوریزه لوبو کې یې ۱۶۱۱ منډي جوړي کړي دي.

د دې ترڅنګ یې د ټیسټ لوبو په توپ اچونه کې ۴۱ لوبغاړي، په یو ورځنیو لوبو کې ۸۹ لوبغاړي او په شل اوریزه لوبو کې ۲۲ لوبغاړي سوځولي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې