بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د پانډيا نوی هیله؛ چې ورته رسېدل یې زیاته سخته ده!

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د ممبی لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی کرنل پانډيا وایې، هیله یې داده چې په نړیوال کرکټ کې په یوه اور کې ۶ شپږیزي ترسره کړي.

په نړیوال کرکټ کې په یوه اور کې شپږ شپږیزي ترسره کول سخته وي، خو ټول لوبغاړي کوښښ کوي ترڅو په نړیوالو لوبو کې یو ریکارډ په خپل نوم کړي.

یاد ریکارډونه تر اوسه پورې د سویلي افریقا ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هرشل ګبز، د هندوستان ملي لوبډلې یوراج سینګ او د ویسټ انډيز هیواد لوبغاړي کیرون پولارډ په یوه اور کې شپږ شپږیزي ترسره کړي دي.

هرشل په ۲۰۰۷ نړیوال پنځوس اوریزه جام کې د ندرلینډ لوبډلې پر لوبغاړي ډان وان باندي په لوبه کې په یوه اور کې ۶ شپږیزي ترسره کړې، یوارج سینګ په ۲۰۰۷ نړیوال شل اوریزه جام کې د انګلستان لوبډلې پر لوبغاړي سټارټ براډ باندي دا ریکارډ جوړ کړ او په ۲۰۲۱ کال کې پولارډ د سریلانکا لوبډلې پر لوبغاړي اکیلا دننجیا باندي د شل اوریزه لوبو په یوه لوبه کې پر لپسې شپږ شپږیزي ووهلې.

له یادو درییو لوبغاړو څخه وروسته هیڅ لوبغاړي بیا په نړیوال کرکټ کې په یوه اور کې پر لپسې شپږیزي ندي وهلي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې