نړیوال کریکټ

ایرلینډ د اماراتو او سکاټلینډ سره د نړیوال جام مخکې شل اوریزه لوبې ترسره کوي.

ټاکل شوې ده چې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ ملي لوبډلې سره تر نړیوال جام مخکې یوه تمریناتې او له اماراتو سره د درییو شل اوریزه لوبو سریز ترسره کړي.

ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله به سبا اماراتو ته ولاړه شي او په یاد هیواد کې به شپږ ورځنی قرنطین هم بشپړ کړي، تر اماراتو وروسته به ایرلینډ د پاپونګیني او بنګله دیش سره رسمې تمریناتې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

د ایرلینډ ملي لوبډلې مشر روزونکی ګرهام کینیډي وایې، د دوی لپاره هره لوبه یو لوی چلینج دئ او موږ به دا سیالۍ په ښه توګه ترسره کړو.

ایرلینډ ملي لوبډله به د اکټوبر په ۵مه نېټه د سکاټلینډ سره تمریناتې لوبه ترسره کړي، له هغه وروسته به د اکټوبر په ۷مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه د درییو شل اوریزه لوبو سریز ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې