دلوبغاړو په اړهلیګونه

ایا پوهیږئ آی پي ایل سیالیو کې کوم لوبغاړي زیات ځلې په صفر اوټ شوي، په یاد لیست کې راشد هم شتون لري.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالۍ، چې پکې د نړۍ پیاوړي لوبغاړي لوبیږي او ځلیږي همدارنګه په یاد لیګ کې پیاوړو لوبغاړو خپله ویکټه په صفر منډو هم له لاسه ورکړې ده.

په یاده لیکنه کې د راشدخان ارمان ترڅنګ، ګلین مکسويل، اې بي ډيولرز او جک کیلس دروپېژنو، چې په هند غوره لیګ سیالیو کې یې خپله ویکټه څو ځله په صفر منډو له لاسه ورکړې ده.

په یاد لیست کې مکسویل لومړنی لوبغاړی دئ، چې زیات ځله یې خپله ویکټه په صفر منډو له لاسه ورکړې ده، نوموړی ۱۱ ځله په صفر منډو سوځېدلی دئ، د دې ترڅنګ ډیولرز ۱۰ ځلې، جک کیلس ۹ ځلې او راشدخان ارمان هم ۹ ځله په صفر منډو خپله ویکټه له لاسه وکړې ده.

په یادو لوبغاړو کې راشد، ډویلرز او مکسویل اوس هم په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي، خو جک کیلس وار له مخې د کرکټ سره مخه ښه کړې ده.

د آی پي ایل سیالیو دوهم پړاوو پېل شوې، چې تراوسه د یاد لیګ د لومړي پړاوو سربېره یې ۳۳ لوبې ترسره شوي او نن یې ۳۴ مه لوبه د ممبی او کلکتې لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې