افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهریکارډونه

۲۳ کلن خان په ۷ کالونو کې ۱۳ بېلابيل ریکارډونه جوړ کړي دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سلو توپ اچونکي راشدخان ارمان، چې دوه ورځی مخکې یې ۲۳ کالونه پوره شوه، په اوو کلونو کې یې ۱۳ ریکارډونه یې په خپل نوم ثبت کړي دي.

خان په لومړي ځل د ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۵ کال کې یو ځای شو او تر اوسه پورې یې په نړیواله کچه زیات شمېر ریکارډونه په ډېر کم وخت کې په خپل نوم کړي دي.

په یاده لیکنه کې د راشدخان ارمان هغه ریکارډونه در پېژنو، چې د کرکټ په لوبيز ژوند کې یې جوړ کړي دي.

۱۳ بېلابېل ریکارډونه یې؛
۱-راشدخان د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د لسیزي غوره لوبغاړي جایزه خپله کړې.
۲-د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د کال غوره لوبغاړي راغلی.
۳-د کرکټ نړیوالي شورا په لوبډله کې یې غړیتوب ترلاسه کړی.

۴-په یو ورځنیو لوبو کې یې تیزي ۱۰۰ ویکټي ترلاسه کړي دي.
۵-خان په شل اوریزه لوبو کې ترټولو ډيرې ۱۰۰، ۲۰۰ او ۳۰۰ ویکټي ترلاسه کړي دي.
۶-نړیوالو شل اوریزه لوبو کې یې د افغانستان لوبډلې لپاره تیزي ۵۰ ویکټي ترلاسه کړي دي.

۷-تر ټولو ځوان لوبډلمشر په نړیواله لوبډله کې پاته شوی، نوموړي په یو ورځنیو، شل اوریزه او ټیسټ لوبو کې یې د ځوان لوبډلمشر ریکارډ جوړ کړی دی.
۸- په شل کلنۍ کې یې تر ټولو ډيرې ۱۷۶ ویکټي اخیستې دي، چې دا ریکارډ یې په ګېنس کتاب کې هم ثبت شوی.
۹-په ۲۰۱۹ کال کې یې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړې ده.

۱۰-د یو ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې درییم غوره توپ اچونکی دئ، چې د ۱۸ منډو په ورکولو سره یې ۷ لوبغاړي سوځولي.
۱۱-درییم ځوان لوبغاړی دئ، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۵ لوبغاړي ۴ ځله سوځولي دي.
۱۲-په یوه لوبه کې تر ټولو ښه ۱۸.۵۷ منډو اوریج سره توپ اچونه کوي.
۱۳-د یوه لوبغاړي په توګه یې په نړیوالو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو ترڅنګ ۱۰۰۰ منډي هم جوړي کړي دي.

راشد خان ارمان د ملي لوبډلې ترڅنګ په دې اوو کالونو کې د نړۍ په هر لیګ کې برخه اخیستې او په ۲۴ بېلابېلو لوبډلو کې لوبېدلی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې