افغانستان کریکټ

د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پاکستان ته سفر کوي.

د کریک ویک پاکستانۍ ورزشي ویب پاڼي د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي هیله څرګنده کړه څو پاکستان کرکټ ملي لوبډله د سیالیو په موخه افغانستان ته دعوت کړي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ درې یوورځنۍ لوبې د همدې سپټمبر میاشتې په ۳ مه نېټه د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هیواد کې ترسره شوي وای، خو د لوژیستیکي ستونزو له امله دغه سیالۍ وځنډول شوې.

داسې راپورونه هم ورکړل شول چې دا سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کېږي، خو د افغان لوبغاړو په غوښتنه یاد سریز تر ۲۰۲۲ کال پوري وځنډول شو.

د ځینو راپورونو پر اساس راتلونکې اونۍ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس عزیزالله فضلي پاکستان ته سفر کوي او د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رامیز راجا سره به په دې تړاوو ناسته ولري.

فضلي پر داسي مهال پاکستان ته سفر کوي چې تېره ورځ یې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې ډېر ژر به نړیوالي لوبډلې افغانستان ته د لوبو کولو لپاره را دعوت کړي.


نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې