مقالېنړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له عمران خان سره د لیدنې وخت ونیوۀ، خو موخه یې څه ده؟

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا پرون په ډاګه کړه چې د پاکستان د شل اوریز نړیوال جام لپاره ټاکل شوې لوبډله به سبا له لومړي وزیر عمران خان سره وویني.

د راپورونو له مخې چې د لیدنې هدف په راتلونکې میاشت کې په متحده عربي اماراتو او عمان کې د شل اوریزه نړیوال حام دمخه د لوبغاړو مورال لوړول دي.

د پاکستان لوبغاړي لا دمخه د پاکستان کورنۍ شل اوریزه ټورنمینټ لپاره په راولپنډۍ ته رسېدلي دي، ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه پیل شي.

د مهالویش له مخې د یاد شل اوریزه ټورنمینټ لومړۍ لیګ لوبې به د راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او د لاهور قذافي لوبغالی به د اکتوبر له ۶ مې څخه تر ۱۳ مې نېټې پورې د دوهم پړاو کوربه توب وکړي.

پاکستان ته د انګلستان او نیوزیلینډ سفر لغوه کولو وروسته د دغه هېواد کرکټ اداره، لوبغاړي، مینه وال او د هېواد لومړی وزیر هم غوسه کړی.

د شل اوریزه نړیوال جام لوبډلې د عمران خان سره لیدنه نړیوال جام کې د ملاتړ او تشویق په خاطر ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې