افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

تازه؛ د کرکټ نړیوالي شورا د شل اوریزه لوبو د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، محمد نبي بیا هم ستر مقام لري.

اې سي سي یا د کرکټ نړیوالي شورا په شل اوریزه لوبو کې د غوره الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي بیا هم ښه مقام په لاس کې لري.

په اعلان شوې درجه بندۍ کې د ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او توپ اچونکی محمد نبي عیسی خیل په لومړي ځای کې قرار لري.

نبي په دې لیست کې د ۲۸۵ نمرو په درلودلو سره لومړی، شکیب الحسن د ۲۷۵ نمرو په درلودلو سره دوهم، ریچارډ برینګټون د ۱۸۴ نمرو په درلودلو سره درییم، خاور علي د ۱۵۹ نمرو په درلودلو سره څلورم او روحان مصطفی د ۱۵۲ نمرو په درلودلو سره د جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

همدارنګه په ترتیب سره ګلین مکسویل، میچل مارش، زیشان مقصود، سین ویلیمس او ریان برل په دې لیست کې مقامونه لري.

محمد نبي په شل اوریزه لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې سره په ۸۱ شل اوریزه لوبو کې برخه احیستې ده، نوموړي په یادو لوبو کې ۱۳۹۶ منډي کړي، چې په یادو منډو کې یې ۴ پنځوسیزي هم وهلي دي.

په توپ اچونه کې یې ۷۲ لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د لسو منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې