مقالېنړیوال کریکټ

بنګله دېش کرکټ بورډ: د نړیوال جام کوربتوب لپاره ورته لومړۍ وزیرې د ټولو اسانتیاوو ډاډ ورکړئ

د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن د بورډ دوولسمه ناسته کې چې د سې شنبه په ورځ د بنګله دېش کرکټ بورډ په تالار کې جوړه شوي وه.نوموړي وویل،د بنګله دېش هیواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینا د نړیوال جام د کوربتوب لپاره د ټولو اسانتیاوو ډاډ ورکړئ دی.

کرکټ نړیواله شورا په پام کې لري چې د ۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۳۱ کال پورې ټولټال شپږ نړیوال جامونه او دوه د چمپیون ټرافۍ جامونه ترسره کړي،چې پدې کې دوه پنځوس اوریز نړیوال جامونه او څلور نړیوال شل اوریز جامونه شامل دي.

د ای سي سي لخوا دوه پنځوس اوریز نړیوال جامونه ۲۰۲۷ او ۲۰۳۱ کالونو کې ترسره کولو پلان لري.همداشان په ۲۰۲۴، ۲۰۲۶، ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کالونو کې د شل اوریز جام او همداشان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹ کال کې د ای سي سي چمپیون شيپ سیالیو جام ترسره کوي.

خو د یادو نړیوالو جامونو د کوربتوب لپاره کرکټ نړیوالې شورا تراوسه کوربتوب هیوادونه ندي اعلان کړي.د بنګله دېش،پاکستان،سریلانکا او نورو هیوادونو سر له اوسه هڅې روانې کړي چې ددغه جامونو کوربتوب ترلاسه کړي.

پدغه هیوادونو کې بنګله دېش هم دی او کرکټ نړیوالې شورا څخه یې غوښتنه کړې چې دوی ته د نړیوالو جامونو کوربتوب امتیاز ورکړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ په همدې موخه د ټولو ولایتونو د مشرانو څخه د کوربتوب د موافقې ترلاسه کولو غوښتنه کړي وه چې ټولو ورته د تیاریو ډاډ ورکړئ وو.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر نظم الحسن په وینا چې د ټولو ولایتونو د موافقې ترلاسه کولو وروسته یې لیک د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینا مخې ته کيښود او هغې هم پرې لاسلیک وکړ او د کوربتوب لپاره یې د هر قسم تیاریو ډاډ ورکړ.

نظم الحسن زیاته کړه چې لدې وروسته به دغه لیک کرکټ نړیوالې شورا ته وسپاري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې