مقالېولایتي سیالۍ

ایم سي سي په کرکټ کې د نویو قوانینو اعلان وکړ.

ایم سي سي یا ملبورن کرکټ کلب چې په کرکټ کې ټول قوانین دوی رامنځ ته کړي،اوس یې پخپلو قوانینو کې ځینې نور نوي قوانین هم اعلان کړل.

پخوا به د کرکټ په ډګر کې لوبغاړی یا بېټسمین په نومونو یادیدل،د نوي قوانینو له مخې دغه نوم اوس بېټر “Batter” بیټ ووهونکي ته تبدیل شو.

د “Batsman” کلیمې نوم د ډیر پخوا راهیسې د کرکټ د لوبو پر مهال کارول کیده،خو پدې وروستیو کې د مبصرینو لخوا به د بېټمسین د نوم ترڅنګ “Batter” نوم ډیر کارول کیده او ایم سي سي ته په همدې موخه پيشنهاد وشو چې د بېټسمین نوم بېټر ته واړوي.

ایم سي سي هم د ډیر وخت فکر وروسته په کرکټ کې د بېټسمین د نوم په ځای ” بېټر” نوم کارولو ته په رسمي ډول اجازه ورکړه.

ایم سي سي ویلي،پدې نوم سره به د کرکټ لوبه نوره هم تقویه پیدا کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې