افغانستان کریکټ

افغان لوبډله د نړیوال جام څخه بهر کیږي، کرکټ نړیواله شورا رایه اچولو ته منتطره ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په اړه په نړیوالو رسنیو کې خبرونه ورکړل شوي،که چيرې دوی د نوي بیرغ لاندې نړیوال جام کې لوبې وکړي،دوی ته به په ټورنمینټ کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شي.

د ټلیګراف ورځپاڼې د خبر له مخې د نړیوالو کرکټ بورډونو شورا په همدې موخه یوه ناسته هم کوي، ترڅو راتلوونکي نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې دریځ وګوري چې دوی به نړیوال جام کې د کوم بیرغ لاندې لوبې وکړي.

د یادې پاڼې د معلوماتو له مخې دوی به پدې ناسته کې د غړو هیوادونو بورډونو څخه د ووټ له لارې پریکړه ترلاسه کوي.

که چيرې په یاده ناسته کې د افغانستان لوبډلې د نړیوال جام کې د ځای نه ورکولو په اړه پریکړه وشوه،نو افغانستان به نړیوال جام کې د لوبیدو څخه محرومه شي.

افغانستان لا وړاندې نړیوال شل اوریز جام ته خپله لوبډله اعلان کړې،خو پدې وروسته کې د اجرایوي مشر حامد شینوراي له دندې ګوښه کولو وروسته له کرکټ نړیوالې شورا سره هم ویره پيدا شوې چې په افغانستان کرکټ بورډ کې سياسون مداخلې کړي او شاید په کرکټ بورډ بندیز ولګوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې