بهرني لوبغاړيریکارډونهلیګونه

آی پي ایل سیالیو کې ځوان کم عمره توپ اچونکي چې په یوه لوبه کې یې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

د هندوستان غوره لیګ سیالۍ، چې له ځنډه وروسته بیا پېل شوي پکې ځوان توپ اچونکي ارشډیف سینګ نوی ریکارډ جوړ کړ.

په دې لیکنه کې پنځه هغه ځوان توپ اچونکي درپېژنو، چې د هند غوره لیګ سیالیو په یوه لوبه کې یې په کم عمر کې  پنځه ویکټي ترلاسه کړي دي.

۲۰۱۳ کال هند غوره لیګ سیالیو کې جادیو انډیکټ د ۲۱ کالو په عمر په یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځولي وه.

۲۰۱۹ کال کې الزري جوسیف په ۲۲ کلنۍ او ۱۳۷ ورځو کې، ۲۰۲۱ کال کې ارشډیف سینګ په ۲۲ کلنۍ او ۲۲۸ ورځو کې، همدې ۲۰۲۱ کال لومړي پړاوو کې ایشانټ شرما په ۲۲ کلنۍ او ۲۳۷ ورځو کې او ۲۰۱۳ کال کې جیمز پلیکنر په ۲۲ کلنۍ او ۳۶۳ ورځو کې، د هند غوره لیګ سیالیو په یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي.

په یادو لوبغاړو کې څلور د هندوستان هیواد او یو لوبغاړی جیمز پلیکنر د اسټرالیا ملي لوبډلې لوبغاړی دئ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې