دلوبغاړو په اړهلیګونه

رحمان الله ګربز د شاهد افریدي په لوبډله کې لوبیږي.

د ۲۰۲۱ م کال نیپال هېواد کورنۍ شل اوریزه ایورسټ پریمیر لیګ «اي پي ایل» چې د سپانسرشپ دلایلو له مخې «بجاج پلسر» پریمر لیګ په نوم هم پیژندل کیږي، ټاکل شوې ده چې څلورم پړاو یې څلور ورځې وروسته د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه پیل شي.

په دغه لیګ کې څلور افغان لوبغاړي محمد شهزاد، کریم جنت، عظمت الله عمرزی او رحمان الله ګربز هم ګډون کوي.

افغان لوبغاړو کې محمد شهزاد او کریم جنت د چیتوان ټایکرز، عظمت عمرزی د لالیت پور او رحمان الله ګربز د شاهد افریدي سره یو ځای د کټمنډو کینګز الیون لوبډله کې لوبیږي.

ټاکل شوې ده چې په دغه لیګ کې د ۶ ګډون کونکو لوبډلو ترمنځ ټولټال «۱۹» سیالۍ ترسره شي، دغه لیګ د روانې سپټمبر په ۲۵ مه نېټه پیلیږي او د راتلونکي اکتوبز تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې