بهرني لوبغاړيلیګونه

ویرات کوهلي د بنګلور لوبډلې سره هم د لوبډلمشرۍ په برخه کې مخه ښه کوي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او لوبډلمشر ویرات کوهلي په دې ورستیو کې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشرۍ یې په تنګ راغلی.

وروسته له هغې چې کوهلي د نړیوال شل اوریزه جام سیالیو وروسته د هند لوبډلې سره په شل اوریزه لوبو کې له لوبډلمشرۍ څخه د استعفا اعلان وکړ، اوس وایې چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د بنګلور لوبډلې له لوبډلمشرۍ هم لاس په سر کیږي.

ویرات کوهلي پرداسي مهال یاده پرېکړه کوي، چې بنګلور لوبډلې تر دې دمه پورې د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې اتلوالي نه ده خپله کړې، د کرکټ شنونکو په وینا دا لوبډله به هغه وخت یاد جام په خپل نوم کړي، چې کله ویرات کوهلي د یادې لوبډلې د لوبډلمشرۍ څخه لیري شي.

ویرات به لاهم په دې فصل کې د بنګلور لوبډلې سره د لوبډلمشر په توګه دنده ترسره کړي، خو د دې فصل له پای ته رسیدو سره به د بنګلور لوبډلې سره د لوبډلمشر په توګه خپله دنده پریږدي.

نوموړی د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې لومړنی لوبغاړی دئ، چې تر ټولو ډیرې ۶۰۷۶ زیاتې منډي یې جوړي کړي دي، د دې ترڅنګ یې په یادو لوبو کې ۴۰ پنځو سیزي او ۵ سلیزي هم وهلي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې