دلوبغاړو په اړهمقالېنړیوال کریکټ

د نیوزیلینډي لوبغاړي لخوا محمد حفیظ ته ځواب: په نیوزیلینډي لوبغاړو تور مه لګوه

وروسته له هغې چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله پاکستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله د پاکستان څخه بهر شوه.ورسره د پاکستان کرکټ مینه وال او لوبغاړي سخت خواشیني شول.

زیاترو یې په ټولنیزو رسنیو کې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ دغه کار غندلی او د دوی په وینا پدې سره يې دوی ته دا ضربه هم ورسوله چې په راتلوونکي کې به نورې خارجي لوبډلې پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر ونکړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي محمد حفیظ هم پخپل ټویټ کې د پاکستان حکومت څخه مننه کړي وه چې نیوزیلینډي لوبغاړو ته یې ټول ممکنه امنیتي تدابیر نیولي وو.

د پاکستان حکومت څخه مننه کوم چې نیوزیلینډي لوبغاړو ته یې د راتګ او بیا بیرته خپل هیواد ته تګ لپاره تر هوایي میدان پورې یو شان تدابیر نیولي وو.خو امنیتي ستونزه نن له کومه شوه؟؟

د یاد ټویټ په ځواب کې نیوزیلینډي چټک توپ اچوونکي مېچل مکلینګن ورته لیکلي،چې تاسو باید په نیوزیلینډي لوبغاړو تور پورې نه کړې او دا د نیوزیلینډ کرکټ بورډ خپله پریکړه وه.
پاکستان کرکټ بورډ د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لدې پریکړې څخه چې خپلو لوبغاړو ته یې په عجله توګه د پاکستان څخه د وتلو امر وکړ.پاکستان کرکټ بورډ،لوبغاړي او مینه وال یې سخت خواشیني او خفه کړل.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا فقط دومره وویل،چې نړیوال جام کې باید دوی ته په ماتي ورکولو سره ځواب ورکړل شي.

پاکستان کرکټ بورډ اوس هڅه کوي چې د خپل هیواد د امنیت په اړه نړیوالو ته ډاډ ورکړي،خو د نیوزیلینډ کرکټ بورډ ددغې پریکړې وروسته چې خپل لوبغاړي یې له پاکستان څخه بهر کړل.نور ټیمونه سر له اوسه د پاکستان د امنیت په اړه انديښمن دي.

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي حالت ډیر نازک دي او پاکستان حکومت ځینو رسنیو ته امر کړئ چې د بریدونو خبرونه خپاره نه کړي.

د نیوزیلینډ لوبډلې د وتلو وروسته د پاکستان ځينو لوړ پوړو چارواکو هم تایید کړي وه چې په نیوزیلینډ لوبډلې د برید خبر دوی هم ترلاسه کړی وو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې