مقالېنړیوال کریکټ

رمیز راجا: نیوزیلینډ په کومه نړۍ کې ژوند کوي، په وړاندې یې اقدام کوم.

پاکستان ته د نیوزیلینډ د سفر لغوه کیدو په اړه د ناخوښۍ په څرګندولو سره د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا وویل چې دا مسله د کرکټ نړیوالې شورا سره شریکوي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا په خپل ټویټر کې د ټویټ پرمهال وویل چې نن یوه ډیره لیوانۍ ورځ وه، زه د خپلو لوبغاړو او د کرکټ مینه والو څخه ډیره بخښنه غواړم.

هغه زیاته کړه چې د امنیتي اندیښنو په اړه د یو اړخیزې پریکړې له امله دا سفر لغوه شوی دی، له موږ سره هېڅ معلومات ندي شریک شوي، نیوزی لینڈ په کومه نړۍ کې ژوند کوي ، نیوزیلینډ به موږ ته د کرکټ نړیوالې شورا په راتلونکي غونډه کې حساب راکړي.

باید یاده کړو چې نیوزیلینډ د پنځو یورځینۍ او درې شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی و، خو د لومړۍ یو ورځینۍ لوبې پرمهال یو ناڅاپي یې لوبغالي ته د تګ څخه انکار وکړ.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی، که څه هم پاکستان رسنۍ تر ډېره داسې پېښو ته خبري پوښښ نه ورکوي، خو بیا هم هره ورځ په دغه هېواد کې د چاودنو خبرونه خپریږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې