بهرني لوبغاړيریکارډونهلیګونه

ډيوین براوو شل اوریزه لوبو کې تېر ماښام نوي ریکارډ ته ځان ورسوئ.

د ویسټ انډیز هیواد پیاوړي الراونډر لوبغاړي ډيوین براوو په شل اوریزه لوبو کې دوهم لوبغاړی شو چې په ۵۰۰ شل اوریزه لوبو کې برخه اخلي.

هغه یاد ریکارډ ته تېر ماښام د ویسټ انډيز هیواد د غوره لیګ سیالیو په پایلوبه کې ځان ورسوئ او په دې سره براوو دوهم لوبغاړی شو چې په ۵۰۰ شل اوریزه لوبو کې د لوبغاړي په حیث برخه اخلي.

براوو په یادو ۵۰۰ شل اوریزه لوبو کې د خپل هیواد ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې برخه اخیستې، نوموړي په توپ وهنه کې ۶۵۷۴ منډي جوړي کړي او په توپ اچونه کې یې ۵۴۰ لوبغاړي سوځولي دي، براوو له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر دې دمه پوري یادې ۵۰۰ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

بل لوري ته په لومړي ځای کې هم د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی الراونډر لوبغاړی کیرن پولارډ شتون لري، نوموړي له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر دې دمه پورې په ۵۶۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په توپ وهنه کې یې ۱۱۱۵۹ منډي کړي او په توپ اچونه کې یې ۲۹۸ ویکټي ترلاسه کړي دي.

او په درییم ځای کې کریس ګېل ځای خپل کړی، نوموړي په ۴۴۶ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په یادو لوبو کې یې په توپ وهنه کې ۱۴۲۶۱ منډي کړي او په توپ اچونه کې یې ۸۲ لوبغاړي سوځولي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې