دلوبغاړو په اړه

څوارلس کاله وړاندې په همدې ورځ ویرونکي توپ اچونکي «بریټ لي» نه هیردونکي کارنامه ثبت کړې وه.

په همدې ورځ څوارلس کاله وړاندې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي بریټ لي په شل اوریزو لوبو کې هیټریک یا پرلپسې په درې توپونو درې ویکټې ترلاسه کړي وې.

نوموړی پدې سره نړیوال کرکټ کې لومړی لوبغاړی شو چې شل اوریزو سیالیو کې هیټریک ترلاسه کوي.

بریټ لي دغه هیټریک د بنګله دېش خلاف د لوبې په اوولسم اور کې د شکیب الحسن،مشرفي مرتضی او الوک کپیلي په سوځولو ترلاسه کړ.

یاده لوبه کې بنګله دېش په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوی هدف اسټرالیا لوبډلې د یوې لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې