دلوبغاړو په اړه

هغه کړنې چې تسکین احمد یې نړیوال جام کې ترسره کول غواړي.

تسکین احمد چې د ۲۰۱۹ کال څخه راپدیخوا یې لوبډله کې ځای نه وو خپل کړئ،بالاخره د ښو لوبو ترسره کولو وروسته یې وکولای شول چې بیرته په ملي لوبډله کې ځای خپل کړي او نوموړی د اماراتو په کوربتوب د نړیوال شل اوریز جام لپاره هم په بنګله دېش ملي لوبډله کې اعلان شو.

نوموړي د شل اوریز جام سکواډ کې د ځای خپلولو وروسته وویل،ډیر د خوښۍ احساس کوي چې یو ځل بیا یې وکولای شول چې ملي لوبډلې ته لار ومومي.
نوموړی وايي،دا ځلې به نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لپاره بهترینې او خاصې لوبې کوي.

تسکین احمد په وینا،لوبډله یې ښه چانس لري چې د نړیوال جام کوالیفای سیالیو کې بل پړاو ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې بنګله دېش او سریلانکا هغه لوبډلې دي چې دوی به لومړۍ پي این جي،عمان،ایرلینډ او نورو کمزورو لوبډلو سره د عمان په کوربتوب کوالیفای راونډ سيالۍ ترسره کوي او له هغې وروسته به د بل پړاو ته د لار موندلو هڅه کوي.

بل پړاو کې اته ټاپ لوبډلې چې افغانستان هم پکې شامل دی.ګډون کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې