بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

هارډیک پانډيا: ما د تېزي توپ اچوني لپاره بوټان په پور واخیسته!

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی هارډیک پانډيا وایې، ما بوټان پور کړل ځکه چې ما د تېزي توپ اچوني لپاره بوټان نه درلودل.

یاد خبر ټيس واګ سپورټس پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي خپو کړی دئ او ورسره یې لیکلي دي چې پانډيا د بوټانو رانیولو پيسې لا نه درولودې، خو اوس یې په توله نړۍ ځان پېژندلی.

۲۷ کلن پانډيا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۶ کال کې  لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه او بیا یې د دې لوبډلې سره په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې هم برخه واخیسته چې له هغه وروسته یې تر دې دمه پورې یې په هند لوبډله کې پیاوړې کارګرداګې ښودلې.

یاد لوبغاړي د ملي لوبډلې سره په ۱۱ ټيسټ، ۶۳ یو ورځنیو او ۴۹ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې چې په توپ وهنه کې یې په ټیسټ لوبو کې ۵۳۲ منډي، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۸۶ منډي او په شل اوریزه لوبو کې یې ۴۸۴ منډي جوړي کړي دي.

د دې ترڅنګ یې په توپ اچونه کې په ټیسټ لوبو کې ۱۷ لوبغاړي، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۷ لوبغاړي او په شل اوریزه لوبو کې یې ۴۲ لوبغاړي سوځولي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې