دلوبغاړو په اړه

نړیوال کرکټ ته راستون شوي محمد عامر ته مرکزي قرار داد ورکړل شو، خو هغه په پېغور ډول ځواب ورکړ او ترې انکاري شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تقاعد شوي چټک توپ اچونکي محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ لخوا وړاندیز شوی کورني مرکزي قرارداد رد کړ.

د راپورونو له مخې ۲۹ کلن محمد عامر مخکې له دې پاکستان کرکټ بورډ نه و خبر کړی چې هغه په «اې» کټګورۍ کې شامل شوی دی، چیرې چې یو لوبغاړی د میاشتې «۱۸۵۰۰۰» پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کوي.

محمد عامر پاکستان کرکټ بورډ ته د وړاندیز شوي قرار داد په ځواب کې وویل چې هغه وړاندې شوی قرار داد نه غواړي او د هغه پر ځای دې یو ځوان ته قرارداد ورکړي.

باید یاده کړو چې پاکستان کرکټ بورډ تېره ورځ د نوي ګمارل شوي مشر رمیز راجا په مشرۍ کې د «۱۹۱» لوبغاړو لپاره کورني مرکزي قراردادونه اعلان کړل چې په هره کټګورۍ کې تر «۱۰۰۰۰۰» پورې معاشونو کې زیاتوالی راغی.

باید یادونه وکړو چې محمد عامر د ۲۰۲۰ م کال ډسمبر کې له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ ځکه چې هغه د مصباح الحق پخواني مدیریت څخه ناخوښه و، له هغه وخت راهیسې محمد عامر په ​​منظم ډول د نړۍ په بېلا بېلو تجاراتي لیګونو کې لوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې