بهرني لوبغاړيمقالې

شل اوریزه لوبو کې هغه لوبډلمشران چې زیاتې منډي یې جوړي کړي دي.

 ارون فینچ، ویرات کوهلي، کین ویلیمسن او ایون مورګن د هغو لوبډلمشران په سر کې شتون لري چې په شل اوریزه لوبو کې یې زیاتې منډي جوړي کړي دي.

 یاد څلور تنه لوبډلمشران د نړۍ پیاوړي توپ وهونکي دي او په خپلې لوبډلمشرۍ کې یې هیوادونو ته ډیرې لوبې ګټلي دي.

 ارون فینچ، د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او لوبډلمشر دئ، نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې اسټرالیا ته ۱۵۸۹ زیاتې منډي جوړي کړي دي، فینچ په یاد لیست کې لومړی ځای لري.

 ویرات کوهلي، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پېژندل شوی ستوری دوهم لوبغاړی دی چې په شل اوریزه لوبو کې یې په خپلې لوبډلمشرۍ کې ۱۵۰۲ منډي جوړي کړي دي.

 کین ویلیمسن، د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسی توپ وهونکی دی نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې نیوزلینډ ته ۱۳۸۳ منډي جوړي کړي دي.

 ایون مورګن،د انګلستان هیواد پیاوړی چپ لاسی توپ وهونکی دی نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې ۱۳۷۱ منډي جوړي کړي دي او څلورم زیاتې منډي جوړونکی لوبډلمشر دئ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې