افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

شل اوریزه لوبو کې هغه توپ وهونکي چې د راشد خان پروړاندې یې په یوه لوبه کې زیاتې منډي جوړي کړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشدخان ارمان، چې په شل اوریزه لوبو کې پیاوړې توپ اچونه ترسره کوي، د توپ اچونې پر مهال د نړۍ زیات شمېر توپ وهونکي د هغه په وړاندې بېوسه وي.

راشد خان د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې دریم غوره توپ اچونکی دئ، هغه څو میاشتې مخکې په یاد جدل کې لومړی ځای درلود.

دلته په یاده لیکنه کې ۴ هغه لوبغاړي دروپېژنو، چې د شل اوریزه لوبو په یو اننګز کې یې د راشدخان پر وړاندې زیاتې منډي جوړي کړي دي.

۱- کریس ګېل: د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکي کریس ګیل په ۲۰۱۸ کال هند غوره لیګ سیالیو پر مهال یوه لوبه کې د راشدخان پروړاندې ۴۲ منډي وکړې.


۲- منان اوهارا: د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړي په ۲۰۱۷ کال آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان پروړاندې ۳۷ منډي جوړي کړې.


۳- اې بي ډیویلرز: د سویلي افریقا ملي لوبډلې پخواني پیاوړي توپ وهونکي په ۲۰۱۶ کال شل اوریزه نړیوال جام کې د راشدخان پروړاندې ۳۵ منډي وکړې.


۴- شمرون هیټمایر: د ویسټ انډیز هیواد لوبغاړی په ۲۰۱۹ کال آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان پروړاندې په یوه لوبه کې ۳۲ منډي جوړي کړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې