بهرني لوبغاړيمقالې

سویلي افریقا ملي لوبډلې ته په شل اوریزه لوبو کې زیاتې منډي جوړونکي لوبغاړي.

سویلي افریقا شل اوریزه لوبو کې قوي لوبډله، چې په یاده لوبډله کې پیاوړي توپ وهونکي شتون لري.

جي پي ډومني، کویټن ډیکاک، ډیویډ میلر، اې بي ډیویلرز او پاپ ډوپلیسي پنځه هغه توپ وهونکي دي، چې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره یې تر نورو لوبغاړو په شل اوریزه لوبو کې زیاتې منډي جوړي کړيدي.

ډومني په یاد لیست کې لومړنی لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه لوبو کې یې سویلي افریقا ته ۱۹۳۴ منډي جوړي کړيدي.
کویټن ډیکاګ، دوهم لوبغاړی دئ، ده ۱۷۵۸ منډي جوړي کړي دي.
ډیویډ میلر، چپ لاستې تېز توپ وهونکی، ده ۱۷۰۱ منډي جوړي کړيدي.
اې بي ډیویلرز، د یادې لوبډلې پخوانی لوبغاړی دئ، ده ۱۶۷۲ منډي جوړي کړي وې.
پاپ ډوپلیسي، پنځم لوبغاړی دئ، چې په شل اوریزه لوبو کې سویلي افریقا لوبډلې ته زیاتې ۱۴۶۶ منډي جوړه وې.

په یادو پنځو توپ وهونکو کې یوازنی لوبغاړی، چې په دې لوبډله کې نه لوبیږي هغه ډیویلرز دئ، چې له نړیوال کرکټ سره یې مخه ښه کړې ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې