لیګونه

د ۲۰۲۱ م کال کارابین پریمر لیګ وروستۍ پای لوبه ترسره شوه.

د ویسټ انډیز په نوښت پیل شوي د ۲۰۲۱ م کال کارابین پریمر لیګ وروستۍ پایلوبه د سینټ کیټیس او سینټ لوشیا ترمنځ ترسره شوه چې پکې سینټ کیټس په درې ویکټو بریا او اتلوالي ترلاسه کړه.

په سیالۍ کې سینټ لوشیا کینګز لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۹ منډې وکړې.

کرونوال ۴۳ او روسټن چیس ۴۴ زیاتې منډې وکړې، سینټ کیټس ته فواد احمد او نسیم شاه ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

سنیټ کیټس ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر د لوبې شلم اور په وروستي توپ ترلاسه کړ او په ۳ ویکټو یې بریا خپله کړه.

سینټ کیټس ته ډومینیک ډریکس ۴۸ ناسوځېدلي منډې وکړې، سینټ لوشیا کینګز ته وهاب ریاض ۲ لوبغاړي وسوځول.

ډومینیک ډریکس د لوبې غوره لوبغاړي او روسټن جیس د ټورنیمنټ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، په دې سره د ۲۰۲۱ م کال کارابین پریمر لیګ سیالۍ د سنیټ کیټس په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې