دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډيویلیرز په تمریني لوبه کې سلیزه جوړه کړه.

د رویل چېنلجرز بنګلور لوبډلې د ملا تیر اې بي ډيویلیرز داسې ښکاري چې ای پي ایل سيالیو ته یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.نوموړي تیره ورځ د بنګلور لوبډلې خپلمنځي لوبو کې چټکه سلیزه جوړه کړه.

د بنګلور لوبډله چې په دوو برخو ویشل شوي وه،د یوې لوبډلې مشري یې پاډيکل او د بلې لوبډلې مشري یې هارشل پټېل کوله.

د ډیویلیرز اړوند (بنګلور اې) لوبډلې چې مشري یې هارشل پاټېل په غاړه درلوده،د ټاس په ګټلو لومړۍ توپ وهنه پيل کړه.

د دوی د پيل لوبغاړی ژر له له لاسه ورکړ،خو په دوهمه ویکټ د ډویلیرز او محمد اظهرالدین ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه.

ډیویلیرز وتوانید چې په ۴۶ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې اوه څلوریزې او لس شپږیزې شاملې وې, ورسره اظهر الدین په ۴۳ توپونو ۶۶ منډې جوړې کړې.

د دوی اړوند لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ۲۱۹ منډې جوړې کړې.ټاکلي هدف په مقابل کې د پاډيکل اړوند لوبډلې ښه پيل ورکړ او ټاکلی هدف یې د درې لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په اوو ویکټو یې بریا خپله کړه.

دا چې ای پي ایل سيالۍ راتلوونکي یکشنبې په ورځ پيلیږي.زیاتره لوبډلې په تمریناتو بوخته دي او هره لوبډله هڅه کوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو اتلوالي خپله کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې