بهرني لوبغاړيریکارډونه

برینډن ټایلر د زیمبابوی لوبډلې ته نوی ریکارډ خپل کړ.

د زیمبابوی کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، چې تېر دوه ورځي مخکې یې د کرکټ لوبو سره مخه ښه وکړه درییم لوبغاړی شو، چې د زیمبابوی لوبډلې ته زیاتې منډي جوړوي.

په دې لیکنه کې به د ټایلر ترڅنګ ۴ نور لوبغاړي هم در وپېژنو، چې د زیمبابوی لوبډلې لپاره یې په نړیوال کرکټ کې زیاتې منډي جوړي کړي دي.

انډي پلاوړ، ګرنټ پلاوړ، برینډن ټایلر، هیلمټون موسکډزا او الیسټر چمپ بیل هغه پنځه توپ وهونکي دي، چې د زیمبابوی لپاره یې په انټرنېشنل لوبو کې زیاتې منډي کړي.

انډي پلاوړ، ده په ۳۲۰ اننګزه کې ۱۱۵۸۰ منډي جوړي کړيدي، چې په دې کې ۱۶ سلیزي او ۸۲ پنځوسیزي شاملي دي.
ګرنټ پلاور، دوهم لوبغاړی دئ، ده په ۳۳۷ اننګزه کې ۱۰۰۲۸ منډي جوړي کړي، چې په دې کې ۱۲ سلیزي او ۵۵ پنځوسیزي شاملي دي.
برینډن ټایلر، هغه لوبغاړی چې په دې ورستیو کې یې له کرکټ سره مخه ښه وکړه، ده په ۳۱۶ اننګزه کې ۹۹۳۸ منډي جوړي کړې، چې په دې منډو کې ۱۷ سلیزي او ۵۷ پنځوسیزي شاملي دي.
هیلمټون موسکډزا، ده په ۳۵۰ اننګزه کې ۹۵۴۳ منډي جوړي کړي، چې په دې کې ۱۰ سلیزي او ۵۳ پنځوسیزي شاملي دي.
الیسټر کمپ بیل، ده په ۲۹۳ اننګزه کې ۸۰۴۳ منډي جوړي کړي، چې په دې کې ۹ سلیزي او ۴۸ پنځوسیزي شاملي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې