افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

بنګله دیش نولس کلنو په دریمه یو ورځینۍ سیالۍ کې هم افغان نولس کلن له ماتې سره مخ کړل.

د افغانستان او کوربه بنګله دیش نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دریمه لوبه هم ترسره شوه چې پکې بنګله دیش په «۱۲۱» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې بنګله دیش لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۲۲ منډې وکړې.

بنګله دیش ته په توپ وهنه کې “ايچ مولا” سلیزه وکړه ۱۰۸ منډې یې جوړې کړې، افغانستان ته فیصل خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۳۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان ته بلال سعیدي ۲۲ زیاتې منډې وکړې، بنګله دیش ته نعیم الرحمان ۵ او ریپون مونډول ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دې سره لړۍ بنګله دیش له وړاندې درې صغر په خپل نوم کړه خو وروستۍ دوه سیالۍ به یې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې