مقالې

انګلستان ښځینه کورنۍ کرکټ سیالیو په پرمهال جالبه صحنه رمینځته شوه.

په انګلستان کې د ښځینه کلب لیول لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبې پرمهال یو سپی راغی او د لوبې په مهم وخت کې یې بال په خپله خولۀ کې واخیست او وتښتېدۀ.

دغه ویډیو د کرکټ مشهورې ویب پاڼې «اي ایس پي این کریک انفو» لخوا خپره شوه چې وروسته ډېره ژر په ټولنیزو رسنیو هم ویرل شوه.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې توپ اچونکې توپ وهونکې ته بال وچوي چې د یوې منډې لپاره ولوبیږي، کله چې ترو په ویکټ د رن اوټ لپاره کیږي، مګر توپ په ویکټ نه برایږي او رن اوټ ختا کیږي، همدغه مهال سپی راځي او توپ په خولۀ کې نیسي او میدان کې منډې وهي.

د میدان دوه ښځینه فیلډرانې په سپي پسې منډې وهي ترڅو بال ترې واخلي، د یو څو ثانیو منډو وروسته سپی نیول کیږي او توپ یې له خولې ایستل کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې