دلوبغاړو په اړهلیګونه

د هند غوره لیګ بیا پیل او د “پاډيکل” نوي هیلې.

ټاکل شوي چې د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه به د عربي متحده اماراتو په کوربتوب د ای پي ایل ځنډول شوي لیګ سيالۍ بیا پیل شي.

دغه لیګ کې د ګډون لپاره ټولې لوبډلې رسيدلي او زیاتره لوبغاړي هم ورسره یو ځای شوي او ځينې په لارو کې دي.

ډېوډټ پاډيکل یو له هغو ځوانو لوبغاړو څخه وو چې په تیر لومړي نیمايي پړاو ای پي ایل سيالیو کې یې د بریدګرې لوبې سره د مینه والو پام ځانته راجلب کړی وو.

پاډيکل وایي،د ځنډول شوي لیګ او اوس بیا شروع کیدو کې دومره وخت ندی تیر شوي،لکه څنګه چې په هندوستان کې ښه ځلیده،همداسې به دلته اماراتو کې هم ښه ځلیږي.

«ددغه لیګ ځنډیدولو دومره وخت ندی تیر شوی،لکه څنګه چې لومړي مرحله کې ښه ځلیدو،همداسې به دلته هم ښه ځلیږو.»

پاډیکل زیاتوي،پخپله یې هیڅ توقع نه درلوده چې داسې ښه به ځلیږي.خو کله یې چې په لومړي ځل بریدګره توپ وهنه روانه کړه،همداسې یې ورسره بلدتیا ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې پاډيکل د ار سي بي لوبډلې د اوپنینګ د برخې یو غښتلی لوبغاړی دی او په تیر ځنډول شوي لیګ لومړی مرحله کې یې په لومړي ځل د راجستان رویلز لوبډلې خلاف سلیزه هم جوړه کړه.

نوموړي دغه سلیزه په ۵۱ توپونو ترلاسه کړي وه او نوموړی لومړی لوبغاړی شوی وو چې په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل لیګ کې لومړۍ سلیزه جوړوي.

دا چې ای پي ایل لیګ په را نږدې کیدو دی،ار سي بي لوبډله یو ځل بیا هم له پاډيکل څخه د ښه ځلیدو هیله لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې