بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

عمران طاهر خپل کرکټ بورډ ته په خطاب کې؛ نه غواړم له کرکټ سره مخه ښه وکړم، که اړتیا شوه تر ۵۰ کلنۍ پورې لوبیږم.

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکي عمران طاهر، چې په شل اوریزه لوب کې ښه توپ اچونه ترسره کوي، تازه یې په خپلو خبرو کې ویلي، نه غواړم له کرکټ سره مخه ښه وکړم او که اړتیا شوه تر ۵۰ کلنۍ پورې لوبیږم.

یاد لوبغاړي وروسته تر دې دا خبره کوي، چې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام لپاره خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړ، چې په دې لیست کې د عمران طاهر نوم نه دي راغلي.

د دې ترڅنګ طاهر وایې زه تل غواړم، چې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته جام ور په برخه کړه، چې زه یې د دې فرصت څخه بې برخي کړم، نو زه هم نه غواړم له کرکټ سره مخه ښه وکړم او تر ډېره وخته پورې به کرکټ ته ادامه ورکړم.

د سویلي افریقا ۱۸ کسیزه لوبډله:

لوبډلمشر تمبابویما، کویټن ډيکاک، بجرون پورتن، ریضا هیندرسکس، هینرچ کلیسن، کیسوی مهراج، ایډن مارکرم، ډیویډ میلر، وین مولډر، لینګي نیګيډي، انریچ نورتیج، ډیون پريټوریوس، کیګاسو روباډا، تبریز شمسي، وان ډیر ډیوسن، ګوریګ لینډي، انډیل او لازیډ ویلیمس هغه ۱۸ لوبغاړي دي، چې په نړیوال شل اوریزه جام کې به د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې