افغانستان کریکټ

د افغان نولس کلنو د تېري او راتلونکي لوبې بشپړ معلومات.

د افغانستان ۱۹ کلني او بنګله دېش ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې د څلورو یو ورځنیو لوبو په لړ کې تېره ورځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه.

په یاده لوبه کې لومړی د بنګله دېش ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په ۳۸.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډي وکړې او افغانستان ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکئ، بنګله دېش ته په توپ وهنه کې زیاتې منډي میروب ۴۹ وکړې، او افغانستان ته په توپ اچونه کې بیلال سمع ۴ او شاهدالله حسیني ۳ لوبغاړي وسوځول.

کله چې افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته راغله، دې لوبډلې په ۴۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۱۳۸ منډي وکړې او په ۱۶ منډو یې لوبه د بنګله دېش پر ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې وبایلل.

افغانستان ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې ته په توپ وهنه کې سلیمان صافي ۴۸ تر نورو ډيري منډي جوړي کړې او د بنګله دېش لوبډلې ته روپين منډول ۴ مهم لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د سپټمبر په ۱۲مه نېټه ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې