افغانستان کریکټمقالې

د افغان لوبډلې په اعلان شوي نوملړ کې بدلون راځي.

له ډېرو جنجالونو وروسته افغان کرکټ بورډ د سپټمبر په ۹ مه نېټه د ۲۰۲۱ م کال شل اوریزه نړیوال جام دپاره لوبډله اعلان کړه.

که څه هم د کرکټ نړایوالې شورا اصولو له مخې باید ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوي وای، خو یوازینی افغان کرکټ بورډ دی چې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام دپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلانوي.

د لوبډلې اعلان وروسته راشدخان هم لوبډلمشرۍ ته استفا ورکړه چې پرځای یې محمدنبي عسی خیل لوبډلمشر وټاکل شو.

په لوبډله کې غیر معیاري انتخاب.

افغان کرکټ بورډ وړاندې د راتلونکي سیالۍ او شل اوریزه نړیوال جام دپاره دوه تمریناتي او روزنیز کمپونه په لار وچول، حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد او ګلبدین نایب هغه لوبغاړي وو چې یو یو ټیسټ کې بریالي نشول، شهزاد له کمپ بهر شو خو ګلبدین ادامه ورکړه، اضغر افغان بیا د زمبابوې خلاف لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې قصدً غلطې پریکړې کړي وې چې د لوبډلې د ماتې سباب وګرځېدې.

اضغر افغان د کورني او نړیوال کرکټ اجازه نه درلوده، تر هغه وخته چې د نوموړي په خلاف ډیسپلپین کمېټې خپله وروستۍ پریکړه نه وي اعلان کړي.

خو په اعلان شوي لوبډله کې محمد شهزاد او اضغر افغان د راشدخان په خوښه، ګلبدین نایب او حشمت شاهدي د عزیزالله فضلي په خوښه اعلان شول.

داسې ویل کیږي چې شاپور، دولت د نوي نظام او حمید حسن هم د واسطې په زور انتخاب شو.

حشمت الله شاهدي چې ممکن د پنځوس اوریزه فارمټ وړ هم نه وي، ځکه هغه په شاوخوا ۶۰ سټرایک ریټ سره لوبیږي، حمیدحسن یو ټپي یو لوبغاړی دی چې د تېر نړیوال جام خاطرې یې ډېرو افغانان ته په یاد دي.

دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ هم پخواني حالت کې ندي، د ګلبدین نایب هم ښه بدیل الراونډران شته.

عزیزالله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې له یو تمریناتي کمپ وروسته په لوبډله کې بدلونه رمنځته کوي، پورته یاد شوي هغه لوبغاړي دي چې ممکن د لوبډلې څخه ډراپ شي، خو له هم معلومه نده چې وروستۍ انتخاب څه دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې