نړیوال کریکټ

بنګله دیش شل اوریزه نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه.

بنګله دیش کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ م کال شل اوریزه نړیوال جام دپاره چې د عمان او اماراتو په کوربتوب ترسره کیږي خپله وروستۍ «۱۵» کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې تمیم اقبال او شبیرالرحمان هغه لوبوبغاړي دي چې شتون نه لري، محمودالله د لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی، ترڅنګ یې ځوان لوبغاړی نسیم احمد او له اوږد ځنډ وروسته تسکین احمد په نوملړ کې شامل دي.

تمه کیږي چې بنګله دیش به لومړۍ د عمان په کوربتوب د سریلانکا، ایرلینډ، زمبابوې په شمول څلور د دوهمې درجې لوبډلې سره د کوالیفای راونډ سیالۍ وکړي چې وروسته به نړیوال جام کې ګډون کوي.

د بنګله دیش ۱۵ کسیز نوملړ:

محمودالله لوبډلمشر، نورالحسن، شکیب الحسن، شمیم حسین، مشفیق الرحیم، مستفیظ الرحمان، سومیا سرکار، تسکین احمد، لیټون ډاس، محمد سیف الدین، حفیف حسین، شورفول اسلام، محمد نعیم، میهیدي حسن او نسیم احمد.

په اختیاطي لوبغاړو کې انعام السلام او روبیل حسین شامل دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې