دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لوکیش رهول د ۴۶ منډو جوړولو وروسته جریمه شو.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی «کې ایل راهول» د انګلستان خلاف په اوول کې د څلورمې ټیسټ لوبې په دریمه ورځ د هغه له سوځېدو وروسته د لوبڅارانو سره د مخالفت ښودلو له امله د هغه د میچ فیس ۱۵ سلنه جریمه شو.

راهول چې په ۴۶ منډو لوبه کوله د جیمزانډرسن لخوا وسوځول شو، که څه هم لوبڅار د ناټ اوټ پرېکړه وکړه خو د انګلستان لوبډلې ریویو غوښتلو وروسته معلومه شوه چې د نوموړي بیټ له توپ سره ټچ شوی او نوموړی اوټ اعلان شو.

راهول د ریویو ورکولو وروسته هم د لوبڅار د دغې پریکړې مخالفت وکړ او له اعلان شوي پرېکړې ناخوښه و.

د کرکټ نړیوالې شورا «۲.۸» کوډ له مخې چې د لوبډلې پرسونل او لوبغاړی لپاره ټاکل شوې له مخې یې راهول د میچ فیس ۱۵ سلنه جریمه شو.

باید یاده کړو چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ اوس مهال څلورمه ټیسټ لوبه روانه ده چې هند په لومړي وار توپ وهنې سره ۱۹۱ او انګلستان ۲۹۰ منډې وکړې، هندوستان خپله دوهمه پاڼۍ لوبوي چې ۳۸۳ منډو کې یې ۳ لوبغاړي سوځوېدلي دي او ۱۸۴ منډې وخیکوالی لري.

راهول وموندل شو چې د لوبغاړو او لوبغاړو ملاتړ پرسونل لپاره د آی سي سي د چلند قانون 2.8 مادې سرغړونه کړې ، چې “د یوې نړیوالې لوبې پرمهال د امپائر پریکړې سره مخالفت څرګندولو” پورې اړه لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې