ریکارډونهنړیوال کریکټ

۷ کاله وروسته نیوزلینډ بیا دا بد ریکارډ په خپل نوم کړ.

د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلې اووه کلونه وروسته یو ځل بیا په شل اوریزه لوبو کې سخت ریکارډ سره مخ شوه او دا بد ریکارډ یې بیا جوړ کړ.

نیوزلینډ د بنګله دېش پروړاندي په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د کمو منډو په کولو سره دا بد ریکارډ جوړ کړ او په تاریخ کې یې دا ریکارډ ثبت شو، چې دوی په کمو منډو باندي خپله ټوله لوبډله له لاسه ورکړه او بنګله دېش پروړاندي یې ۶۰ منډي وکړې.

نیوزلینډ لوبډله چې په کمو منډو سوځېدلې ده:

په ۲۰۲۱ کال کې د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي په شل اوریزه لوبه کې یې ټول لوبغاړي په ۶۰ منډو له لاسه ورکړه او د ۶۱ منډو هدف وټاکئ، په ۲۰۱۴ کال کې یعني ۷ کلونه مخکې یې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پروړاندي خپله لوبډله په ۶۰ منډو له لاسه ورکړې وه، په ۲۰۱۰ کال کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پروړاندي خپله لوبډله په ۸۰ منډو له لاسه ورکړه.

په هم هغه ۲۰۱۰ کې یې د سریلانکا پروړاندي هم یو ځلي خپله لوبډله په کمو ۸۱ منډو له لاسه ورکړې وه او په ۲۰۱۲ کا کې یې خپله ټوله لوبډله په ۸۶ منډو د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پروړاندي له لاسه ورکړه.

نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله، چې په درییو واړو فارمټونو شل اوریزه، یو ورځنۍ او ټیسټ لوبو کې پیاوړي لوبغاړي لري، خو بیا هم له دې سخت ریکارډ سره مخ شوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې