افغانستان کریکټ

د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ته په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو نه اجازه؛ افغان نارینه لوبډلې ته یې سخت زیان!

که چیري ط البان په خپل حکومت کې ښځیه لوبډلې ته په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو اجازه ورنکړي، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې به د کرکټ نړیوالي شورا سره خپل بشپړ غړیتوب له لاسه ورکړي، د ط البانو حکومت د نارینه وو د کرکټ فعالیتونو ته اجازه ورکړې ده، خو د راپورونو له مخې چارواکي دومره لیوالتیا نلري، چې د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ته دي په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو اجازه ورکړي.

د کرکټ نړیواله شورا چې د افغانستان کرکټ بورډ سره د کرکټ اړوند ټول مسایل په ځیر سره څاري، تر دې دمه یې د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې لوبغاړو ایمیلونو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی، لکه د زرګونو نورو افغانانو په څېر د افغان کرکټ لوبډلې ښځینه لوبغاړې هم د هېواد روان وضعت اندېښمنې کړي دي.

رویا صمیم له کارډن ورځپاڼي سره په خبرون کې زیاته کړه:

“د افغانستان پرېښودل زما لپاره سخت و، دا یوه ډېره خواشینوونکې ورځ وه، ما فقط ژړل او نور څه مې نه شوای کولای، ما له هغه څه سره زیاته مینه لرله، چې افغانستان کې مې درلودل، زما دنده، زما کرکټ، زما د کرکټ ملګرې، زما هېواد او زما د کورنۍ غړي او خپلوان ماته ګران وو او دي، دا هرڅه چې ما لرل، تر شا پاتې شول، کله چې زه دا ورځ بیا رایادوم زه به ژاړم”.

د ښځينه کرکټ لوبډلې یوې لوبغاړی رویا صمیم ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا ته یې زیات ایمیلونه کړي، ترڅو د خپل برخلیک په اړه ورڅخه ډاډ ترلاسه کړي؛ خو هغوی تر اوسه یو ایمیل ته هم ځواب نه دی ویلی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې