نړیوال کریکټ

پاکستان د نیوزیاینډ او راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره وروستۍ لوبډله اعلانوي.

د معلوماتو له مخې د نیوزیلینډ سره د پاکستان ملي لوبډلې لړۍ او د شل اوریز نړیوال جام لپاره به په یو وخت کې پاکستانۍ لوبډله د سپټمبر په ۶ مه نېټه اعلان شي.

ټاکل شوې ده چې د نیوزیلینډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ به د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره شي، لومړۍ لوبه به د سپټمبر په ۱۷ مه ، دویمه د سپتمبر په ۱۹ مه او دریمه به د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه ترسره شي.

د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ به د سپتمبر له ۲۵ مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۳ مې نېټې پورې د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان رسنیو داسې راپور هم ورکړي چې د نیوزیلینډ لوبډله به راتلونکي کال پاکستان ته راشي ترڅو د نړیوالې ټیسټ اتلولۍ سیالیو کې د پاکستان خلاف برخه واخلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې