بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د ټيسټ لوبو تازه اعلان شوې درجه بندي؛ د روټ په شمول نورو لوبغاړو هم پرمختګ کړی.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی جیوروټ له نیوزلینډي توپ وهونکي کین ویلمسن څخه لومړی ځای خپل کړ.

د کرکټ نړیوالي شورا تازه په ټيسټ لوبو کې د توپ وهونکو نړیواله درجه بندي اعلان کړې، چې پکې يو لړ تغیرات راغلي، د یاد لیست په سر کې جیوروټ او په دوهم ځای کې کین ویلمسن شتون لري.

تازه درجه بندي:

جیوروټ: د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی، په لومړي ځای کې د ۹۱۶ نمرو په درلودلو سره شتون لري.

کین ویلمسن: د نیوزلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، د ۹۰۱ نمرو په درلودلو سره په دوهم ځای کې.

سټیوسمیت: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، د ۸۹۱ نمرو په درلودلو سره په درییم ځای کې.

مارنوس لبسجینج: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، د ۸۷۸ نمرو په درلودلو سره په څلورم ځای کې.

روهیت شرما: د هند لوبډلې لوبغاړی، د ۷۷۳ نمرو په درلودلو سره په پنځم ځای کې.

ویرات کوهلي: د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر، د ۷۶۶ نمرو په درلودلو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

په دې لیست کې تازه د کین ویلمسن څخه لومړی ځای جیوروټ خپل کړي او پنځم ځای له ویرات کوهلي څخه بیا روهیت شرما خپل کړی دئ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې