بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

نړیوالو شل اوریزه جامونو کې هغه لوبغاړي چې زیاتې بونډرۍ یې ترسره کړي دي.

شل اوریزه لوبې چې زیات شمېر مینوال لري او په دې برخه کې لوبغاړي هم تر ډېره پوري کوښښ کوي څو تېزه لوبه ترسره کړي او پر مټ یې لوړ هدف وټاکي.

موږ په دې لیکنه کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې په شل اوریزه نړیوالو جامونو کې یې زیاتې بونډرۍ یعني څلوریزي او شپږیزي یې ترسره کړي دي، په دې ډله کې مهالا جواردنی، کریس ګېل، تلاکراتني دیلشن، ویرات کوهلي، برینډن مکولم، روهیت شرما او اې بي ډيولرز په لیست کې شامل لوبغاړي دي.

مهالا جواردنی: د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر، چې په نړیوالو جامونو کې یې تر ټولو ډیري ۱۳۶ څلوریزي او شپږیزي ترسره کړي دي.

کریس ګېل: ویسټ انډيز هیواد پیاوړی چپ لاستې توپ وهونکی او د لوړو شپږیزو باچا دوهم لوبغاړی دي، چې زیاتې ۱۳۵ بونډرۍ یې په شل اوریزه نړیوالو جاومونو کې راوستي.

دیلشن: دوهم سریلانکایې پخوانی لوبغاړی، ده ۱۲۱ بونډرۍ ترسره کړي دي.

ویرات کوهلي: د هندوستان ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر، چې په نړیوالو شل اوریزه جاومونو کې یې ۹۲ څلوریزي او شپږیزي ترسره کړي دي.

برینډن مکولم: د نیوزلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ وهونکی، ده ۸۶ بونډرۍ ترسره کړي دي.

روهیت شرما: دویم هندی لوبغاړی او مرستیال لوبډلمشر، ده ۸۳ بونډرۍ ترسره کړي دي.

ډيویلرز: د سویلي افریقا ځوان لوبغاړی، چې له نړیوال کرکټ سره یې مخه ښه وکړه، ده ۸۱ بونډرۍ په نړیوالو شل اوریزه جامونو کې ترسره کړي دي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې ددې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه، په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.

دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې یوځلې وشي، د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې