بهرني لوبغاړيلیګونه

شاهد افریدي د هر ډول کرکټ څخه تقاعد اخلي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې او د دې هیواد په سوپر لیګ سیالیو کې د ملتان سلطانز لوبډلې لوبغاړی غواړی له ۲۰۲۲ پي ایس ایل سیالیو وروسته له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړي.

افریدي په PSL سیالیو کې له درییو لوبډلو کراچي کینګز، پیښور زلمي او ملتان سلطانز  لوبډلې لپاره لوبیدلی دی او اوس هغه غواړي د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې لپاره هم لوبه ترسره کړي او وروسته له هر ډول کرکټ سره مخه ښه کړي، هغه لوبډله چې د ملي لوبډلې پخوانی کپتان سرفراز احمد یې رهبري کوي.

شاهد افریدي وایې، “شاید دا زما وروستی PSL وي، زه غواړم پدې فصل کې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې لپاره لوبه وکړم، په دې شرط چې ملتان سلطانز لوبډله ماته د پرېښودلو اجازه راکړي او د کوټې لوبډلې مالکین وغواړي، زه به د دوی استازیتوب وکړم.”

افریدی د وروستی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان کرکټ په ملي لوبډلې کې لیدل شوي او له هغه وروسته په لوبډله کې ورته د لوبېدو چانس نه دي ورکړل شوی، خو بیا یې هم د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې برخه اخیستې او تر دې دمه پوري په یاد لیګ کې لوبیږي، ده په ۲۰۱۷ کال کې پيښاور زلمي زلمي لوبډلې ته په خپلې لوبډلمشرۍ سره اتلولي هم ورپه برخه کړه.

شاهد اپریدي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټولو فارمټونو کې ۱۱۱۹۶ منډي، چې په دې کې ۱۱ سلیزي او ۵۱ پنځوسیزي شاملي دي جوړ کړي او د دې ترڅنګ یې په توپ اچونه کې ۵۴۱ لوبغاړي سوځولي، اپريدي په یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي لس ځلې سوځولي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې