دلوبغاړو په اړه

د کور له کارونو وروسته په سرفراز احمد ټوکې جوړول، سرفراز ورته په قهر شو چې په شخصي کارونو کې مداخله مکوئ.

په ټویټر کې د سر فراز احمد میرمن “خوشبخت سرفراز” یوه ویډیو شریکه کړې چې پکې لیدل کیږي چې د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد پاستا جوړوي.

د پاکستان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر شاداب خان د ویډیو په شریکولو سره لیکلي دي، زموږ وریندارې زموږ لوبډلمشر کار کولو ته اړ کړی دی.

د پاکستان لوبډلې چټک توپ اچونکي حسن علي د ویډیو په شریکولو سره لیکلي دي” لوبډلمشره! تا خو دغه ټالنټ «استعداد» موږ ته نه و ښودلی.

د کرکټ خبریالې عالیه رشید د سرفراز احمد ویډیو په شریکولو سره ولیکل” اې وروره! د ابو په څښلو څه اسمان را ولوېدۀ، موږ به چای څښو کنه؟

د عالیه رشید په دې ټویټ کې سر فراز احمد په قهر شو او ویې ویل چې څه روان دي او د څه په اړه خبرې کوئ؟ لومړی تاسو باید پدې خبرو کې مداخله ونکړئ، ځکه چې دلته د کرکټ کومه لوبه نده روانه چې ورباندې تبصرې کوئ.

نوموړي عالیه رشید ته وویل چې دا غوره ده چې تاسو د کرکټ په اړه خپل نظر شریک کړئ، په شخصي چارو کې مداخله مه کوئ، د شاداب خان په ځواب کې سرفراز احمد وویل چې په تمه اوسئ! تاسو به یو کپ قوي چای ترلاسه کړئ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې