دلوبغاړو په اړه

د څو ویسټ انډیزي لوبغاړو ترڅنګ نوین الحق هم په درغلۍ تورن شوی

د ویسټ انډیز کورني لیګ (سي پي ایل) سیالیو څخه داسې خبرونه ورکړل شوي چې ګواکې تیره ورځ د ګاینا امازون ورایئرز او سنت کېټیس انډ نویس پېټریټس لوبډلو ترمنځ په لوبه کې درغلي شوي ده.

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې چې په یاده لوبه کې د لوبډلې مشر نیکولاس پورن،نایل سمېت او نوین الحق درغلي کړي ده.

داسې معلومات هم ورکړل شوي چې نوین الحق خپل دریم او وروستي اور کې په قصدي ډول داسې توپونه غورځول شوي چې مقابلې لوبډلې ته یې د لوبې ګټلو چانس ورکړئ دی.

د یادو سرچنیو په وینا،چې درې واړه لوبغاړي اوس مهال تر څیړنو لاندې دي.

تراوسه ویسټ انډیز کرکټ بورډ او نه هم سي پي ایل چارواکو ددغې موضوع په اړه رسمي اعلامیه نده خپاره کړې.

که چیرې په افغان لوبغاړي نوین الحق باندې په لوبه کې درغلي ثابته شي،دا به لومړۍ افغان لوبغاړی وي چې داسې ناوړه کړنه ترسره کوي.

یاده لوبه کې د نوین الحق اړوند ګاینا امازون لوبډلې لخوا د ۱۴۷ منډو هدف ورکړل شوی وو.چې مقابلې لوبډلې یاد هدف د لوبې په نوولسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په اتو ویکټو یې بریا خپله کړه.

نوین الحق درې اورونه ترسره کړل چې د ۲۸ منډو په بدل کې یې،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

تراوسه نوین الحق پر هغه لګیدلو تورونو په اړه څه ندي ویلي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې