بهرني لوبغاړيلیګونه

ویسټ انډيز غوره لیګ سیالیو کې زیاتې منډي جوړونکي لوبغاړي.

د کارابین یا سي پي ایل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د چهارشنبې په ورځ په ویسټ انډیز کې د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې، تر دې دمه پوري یې اته لوبې ترسره شوي دي.

د ویسټ انډيز هیواد په کورنیو سیالیو کې تر ډېره پوري د دې هیواد خپل لوبغاړي زیات ځلیږي ځکه ویسټ انډيزي لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې ډېر قوي دي او د نړۍ په زیاتو لیګونو کې لوبیږي، پر همدې اساس به دلته پنځه هغه لوبغاړي دروپېژنو، چې په یاد لیګ کې یې تر ټولو ډیري منډي جوړي کړي دي.

لینډل سیمونز، کریس ګیل، انډري پلچړ، جانسن چارلیس او کیرون پولارډ هغه پنځه لوبغاړي دي، چې په ویسټ انډیز غوره لیګ سیالیو کې یې تر ټولو ډیري منډي جوړي کړي دي.

لینډل سیمونز: د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري یې ۲۴۷۱ منډي جوړي کړی دي.

کریس ګیل: په شل اوریزه لوبو کې د نړۍ خطر ناکه توپ وهونکی وو، چې اوس وخت کې یې توپ وهنه دومره پزړه پوري نه  ده، د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري یې ۲۳۶۶ منډي جوړي کړی دي.

انډري پلچړ: د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري یې ۲۱۱۸ منډي جوړي کړی دي.

جانسن چارلیس: د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري یې ۲۱۰۶ منډي جوړي کړی دي.

کیرون پولارډ: د ویسټ انډیز هیواد پیاوړی توپ وهونکی دي، چې تر دې دمه پوري یې ۲۰۳۵ منډي جوړي کړی دي.

تر ټولو جالبه داده، چې په دې لیګ کې هم د نړۍ پیاوړي لوبغاړي لوبیږي خو بیاهم په یاد لیګ کې پنځه واړه توپ وهونکي، چې زیاتې منډي یې جوړي کړي دي، د ویسټ انډيز هیواد دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې